فَاطِرُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَمِنَ الْأَنْعَامِ أَزْوَاجًا يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ
اول پیدا کوؤنکی د آسمانونو او دځمکی دی جوړ کړی دی تاسولره ستاسو د جنس نه جوړئ او د څاروؤ نه هم جوړئ خوره وی تاسولره په دی انتظام کښی نیشته دهغه په شان هیڅ څیز اوهغه هرڅه آوری هرڅه وینی -
دا عقلی دلیلونه دی په رد د شرک فی الولایة و الحکم باندی په لس جملوسره اول ایت کښی شپږ جملی دی اوپه دوهم کښی څلور جملی دی - حاصل ئی دادی چه تصرف کوؤنکی په پیدائش د آسمانونو او ځمکی او د ازواجو په انسانانو او څاروؤ کښی صرف اللّه تعالٰی دی او بغیر دحاجت نه اسبابوته او اختیارمند دخزانو او درزق په فراخولو او تنگولو سره اوپه هرڅیزباندی علم لرونکی صرف اللّه تعالٰی دی نودهغه سره په ولایت او حکم کښی شریک مه جوړوئ (يَذْرَؤُكُمْ) دا فائده د تزویج (نکاح کولو) ذکرکوی چه افرائش دنسل دی دا دلیل دی چه هرهغه منصوبه چه په هغی کښی نسل کشی کیږی د حکمت د تزویج نه مخالفت کول دی اودا ناجائزده (لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ) په دی کښی اشاره ده چه اللّه تعالٰی په دی تصرفاتو کښی اسبابوته محتاج نه دی په شان دمخلوق اودارنگ په مخلوق کښی هیڅ څوک د اللّه تعالٰی سره په تصرفاتو د الوهیت کښی مشابه او مماثل نشی کیدی نوپه دی جمله کښی نفی ده د تشبیه د اللّه تعالٰی د مخلوق سره او نفی د اشتراک دمخلوق د اللّه تعالٰی سره اودا پوره مقصد دتوحید دی - معلومه شوه چه دا آیت رد دی په مشبهو او مجسمو باندی چه هغوی د اللّه تعالٰی دپاره صفات دلاس او سترگی اوپورته والی اوپه عرش باندی کیناستل وغیره ثابته وی او وائی چه داصفتونه بالکل د مخلوق دصفتونو په شان دی اوڅوک ورله ددی تشبیه سره جسم هم دمخلوق په شان ثابته وی اودا باطله عقیده ده اوکه څوک د اللّه تعالٰی ددی صفتونو نه انکارکوی په طریقه د تاویل لکه جهمیه او منکرین صفات نوهغه هم صریح گمراه دی -