أَمِ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ فَاللَّهُ هُوَ الْوَلِيُّ وَهُوَ يُحْيِي الْمَوْتَى وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
آیا نیولی دی دوی سیوا د اللّه تعالٰی نه مددگاران نو اللّه تعالٰی خاص هغه مددگار دی اوهغه به ژوندی کړی مړی اوهغه په هرڅیزباندی قدرت والا دی -
داهم زجردی په شرک فی الولایة باندی په اوله جمله کښی اوحصر دولایت دی د اللّه تعالٰی دپاره په دوهمه جمله کښی (وَهُوَ يُحْيِي الْمَوْتَى) دا دلیل دماقبل دی یعنی عجیبه لوی تصرف چه بعث بعدالموت دی اوقدرت په هرڅیز باندی د اللّه تعالٰی صفت دی دا صفتونه ددوی په اولیاؤ کښی نیشته نود اللّه تعالٰی سره شریک نشی کیدی -