الشورىٰ ۶

وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ اللَّهُ حَفِيظٌ عَلَيْهِمْ وَمَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِوَكِيلٍ

او هغه کسان چه نیولی دی سیوا د اللّه تعالٰی نه مددگاران اللّه تعالٰی ساتنه کوؤنکی ددوی دی اوته نه ئی په دوی باندی ذمه وار -

په دی آیت کښی زجردی په شرک فی الولایة باندی او تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته چه اللّه تعالٰی ددوی د حالاتو نه خبردی که توفیق دتوبی ورکوی لیکن په تاباندی هیڅ ذمه واری نیشته (أَوْلِيَاءَ) مراد ددی نه اختیارمند او واکدار دنفع و ضرر دی اودارنگ اختیارمند د احکاموشرعیو گنړل -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل