وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِتُنْذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنْذِرَ يَوْمَ الْجَمْعِ لَا رَيْبَ فِيهِ فَرِيقٌ فِي الْجَنَّةِ وَفَرِيقٌ فِي السَّعِيرِ
اودغه شان وحی کړی ده مونږ تاته قرآن دعربی ژبی دی دی دپاره چه ویره ورکړی اصل د کلوته او چاپیره دهغی نه او اویروی خلقو لره د ورځ د جمع کیدلو نه چه شک نیشته په هغی کښی یوډله به په جنت کښی وی اوبله ډله به په بل شوی اورکښی وی -
دا هم تسلی ده چه ته وکیل نه ئی لیکن انذار کوؤنکی ئی په وحی سره اوپه دی کښی صدق دقرآن دی چه په دی احکام شرعیه شته نورو اولیاؤ ته ضرورت نیشته (وَمَنْ حَوْلَهَا) مراد ددی نه ټوله دنیا ده دا دلیل دی چه آخری نبی دټولی دنیا دپاره پیغمبردی نود هغه نه روستو بل پیغمبر جوړیدلوته ضرورته نیشته -