تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْ فَوْقِهِنَّ وَالْمَلَائِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَنْ فِي الْأَرْضِ أَلَا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ
نزدی دی آسمانونه چه اوچوی دبره طرف نه او ملائک تسبیح وائي سره دحمد درب خپل نه او بخنه غواړی هغه چالره چه په ځمکه کښی دی خبرشئ یقیناً اللّه تعالٰی هغه بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی دی -
په دی آیت کښی قباحت دشرک ذکرکوی چه هغه سبب دخرابئ د عالم دی او عظمت شان دتوحید چه هغه سبب دامن ددنیا دی (وَالْمَلَائِكَةُ يُسَبِّحُونَ) دا جواب دسوال دی چه هرکله سبب د انفطار موجود دی نوولی انفطار نه دی واقع شوی حاصل جواب دادی چه مانع ددی نه تسبیح او حمد استغفار دی یعنی ذکر د اللّه تعالٰی په توحید سره (لِمَنْ فِي الْأَرْضِ) ددی نه مراد صرف مؤمنان دی لکه په سورة مؤمن (۷) کښی تیرشوی دی -