لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ
خاص دهغه په واک کښی دی هغه څه چه په آسمانونو کښی دی او هغه څه چه په ځمکه کښی دی اوهغه پورته او لوی شان والا دی -
په دی آیت کښی اثبات د تصرف او ولایت دی د اللّه تعالٰی دپاره او رد د شرک فی التصرف دی اودا دهغه وحی خلاصه ده چه مخکښی آیت کښی کومه ذکرشوه نو د ټولی وحی حاصل توحید دی -