الشورىٰ ۳

كَذَلِكَ يُوحِي إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ

دغه شان وحی رالیږلی تاته اوهغه کسانوته چه ستا نه مخکښی دی اللّه تعالٰی چه زورآور او حکمت والا دی -

په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن ته چه دا وحی ده د اللّه تعالٰی په شان دوحی انبیاء سابقینو اوپه دی کښی جواب د اولی شبهی دی شبهه د منکرینو دا وه چه دی پیغمبر دداسی څیز دعویٰ کړی ده چه دده نه وړاندی هیچ چا نه ده کړی اوس هم چه څوک دعوت توحید ته ورکوی نوپه هغه باندی هم داسی اعترض کیږی - حاصل جواب دادی چه دا نوی څیز اونوی خبره نه ده بلکه مخکښی انبیاء علیهم السلام ته هم داسی راغلی وه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل