حٰمٓ السجدة ۵۰

وَلَئِنْ أَذَقْنَاهُ رَحْمَةً مِنَّا مِنْ بَعْدِ ضَرَّاءَ مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ هَذَا لِي وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً وَلَئِنْ رُجِعْتُ إِلَى رَبِّي إِنَّ لِي عِنْدَهُ لَلْحُسْنَى فَلَنُنَبِّئَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِمَا عَمِلُوا وَلَنُذِيقَنَّهُمْ مِنْ عَذَابٍ غَلِيظٍ

اوکه چیری اوڅکوو مونږ انسان ته رحمت زمونږ روستو دتکلیف نه چه رسیدلی وه ده ته خامخا وائی دی دا ځما حق دی اوگمان نه کوؤم په قیامت باندی قائمیدونکی اوکه چیری اوگرځولی شوم زه خپل رب ته یقیناً مالره دهغه سره خامخا خوشحالی ده نوضرورخبربه ورکړو مونږ کافرانو ته په هغه عملونو چه دوی کړی دی -

دا دوهم زجردی په ناشکرئ کولو د نعمت د اللّه تعالٰی په دری طریقوسره (لَيَقُولَنَّ هَذَا لِي) یعنی دا ځما حق دی په اللّه تعالٰی باندی په سبب دعلم او دعمل ځما یعنی د اللّه تعالٰی په ماباندی هیڅ احسان نیشته دی یا مراد دادی چه ما نذرونه دغیراللّه ډیر ورکړی دی اودهغوی د قبرونو می خدمتونه کړی دی نودهغی وجی نه ځما دا تکیف لری کیدل ځما حق دی (وَلَئِنْ رُجِعْتُ إِلَى رَبِّي) یعنی اول خو دقیامت نه انکار کوی اوبیا وائی چه پرواه می نیشته چه ماله په دنیا کښی ځما دحق دوجی نعمتونه ئي راکړی دی نودارنگ په آخرت کښی ځما حق دی چه ماله به جنت او خوشحالی راکوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل