لَا يَسْأَمُ الْإِنْسَانُ مِنْ دُعَاءِ الْخَيْرِ وَإِنْ مَسَّهُ الشَّرُّ فَيَئُوسٌ قَنُوطٌ
نه ستړی کیږی انسان (بعضی) ددعا غوښتلو د خیرنه اوکه چیری اورسی هغه مصیبت نو ناامیدی کوؤنکی تندی تریوهونکی وی -
دا اول زجردی یعنی لکه چه په قیامت کښی ددی مشرکانو حال به بدل شی نودا رنگ ددوی حال په دنیا کښی گډوډ وؤ یعنی انسان په حال دطلب دخیر کښی هروخت زیاتی غواړی نه ستړی کیږی اونه مړیږی او مالونه، اولاد، مرتبی ددنیا غواړی اوپه حال دتکلیف کښی یعنی که چیری یو دعا دخیر او تمنا ددنیا ئی پوره نشی نود اللّه تعالٰی نه ناامیدی ښکاره کوی نو اللّه تعالٰی سره مخالفت او دشمنی شروع کړی -