حٰمٓ السجدة ۵۱

وَإِذَا أَنْعَمْنَا عَلَى الْإِنْسَانِ أَعْرَضَ وَنَأَى بِجَانِبِهِ وَإِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ فَذُو دُعَاءٍ عَرِيضٍ

او کله چه نعمت اوکړو مونږ په انسان باندی نومخ اړوی او لری کړی خپله ډډه او کله چه اورسیږی ده ته مصیبت نو خاوند ددعا پلنی وی -

دا دریم زجردی په گډوډ کارونو د انسان روستو دذکر د اقوالو دده نه (فَذُو دُعَاءٍ عَرِيضٍ) هرکله چه عرض (پلنوالی) ئی ذکرکړو نومعلومه شوه چه طول به ئی ډیروی ځکه چه د کوم څیزعرض وی نوطول دهغه نه ډیروی اومراد ددی نه کثرت دی عَرِيضٍ، کښی اشاره ده چه دغه یو حاجت باربار ذکرکوی نو حاجتونه د اللّه تعالٰی نه نه طلب کوی نودیو څیز تکرار ته عرض وئیلی کیږی او دډیرو حاجتونو ذکرته طول وئیلی کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل