وَلَوْ جَعَلْنَاهُ قُرْآنًا أَعْجَمِيًّا لَقَالُوا لَوْلَا فُصِّلَتْ آيَاتُهُ أَأَعْجَمِيٌّ وَعَرَبِيٌّ قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ آمَنُوا هُدًى وَشِفَاءٌ وَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ فِي آذَانِهِمْ وَقْرٌ وَهُوَ عَلَيْهِمْ عَمًى أُولَئِكَ يُنَادَوْنَ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ
اوکه چیری نازل کړی وی مونږ دا قرآن په ژبه عجمی خامخا دوی به وئیل چه ولی نه دی جدا جدا آیاتونه دده او آیا کتاب عجمی دی او پیغمبر عربی دی ته اوایه دا د مؤمنانو دپاره هدایت او شفاء ده اوهغه کسان چه ایمان نه راوړی په غوږونو دهغوی کښی دروندوالی دی اودا قرآن په هغوی باندی حجت دی دغه کسان داسی دی لکه چه آواز ورکیدی شی دوئ ته دځای لری نه -
ددی نه ترآخره پوری دریم باب دی په دی کښی جواب ددریمی شبهی دی بیا سبب دعذاب ئی ذکرکړی دی چه هغه اختلاف فی الکتاب دی بیا دلیل عقلی دی سره دتخویف اخروی نه بیا څلورزجرونه دی او آخرکښی اتم دلیل عقلی دی - په دی (۴۴) کښی جواب دشبهی د مشرکانودی هرکله چه دقرآن او درسول صدق ذکرشو نومنکرینو بل اعتراض اوکړو چه دا قرآن په عجمئ ژبی سره ولی نه راوړی خو معلومیږی چه دا تا د ځان نه جوړکړی دی نوجواب اوشو حاصل جواب دادی چه اوس خو تاسو یو شبهه کوئ اوکه په عجمی ژبه باندی نازل شوی وی نوبیا به تاسو دوه اعتراضونه کولی یو دا لَوْلَا فُصِّلَتْ آيَاتُهُ، ځکه چه کوم تفصیل او وضاحت په لغت عربیه کښی دی هغسی په نورو لغتونو کښی نیشته دوهم دا أَأَعْجَمِيٌّ وَعَرَبِيٌّ، آیا کتاب عجمی دی اورسول عربی دی - فرق په مینځ د اعجمی او عجمی کښی دادی - اعجمی هغه دی چه هیڅ وضاحت نشی کولی برابره خبره ده که عربی وی اوکه غیرعربی وی او عجمی هغه دی چه دعربی نسب نه نه وی اگرچه هغه هم فصیح او بلیغ وی په شان دعربو (أُولَئِكَ يُنَادَوْنَ) دا اشاره ده بل مثال ددوی ته یعنی دوی چه قرآن نه آوری نومثال ئی دهغه سړی دی چه هغه ډیر لری وی اوڅوک ورته آوازونه کوی نوهیڅ نه اوری اونه پوهیږی -