حٰمٓ السجدة ۴۵

وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَاخْتُلِفَ فِيهِ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّهُمْ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مُرِيبٍ

او یقیناً ورکړی دی مونږ موسیٰ علیه السلام ته کتاب (تورات) نو اختلاف کړی شوی دی په هغی کښی اوکه چیری نه وی نیټه دعذاب چه مخکښی مقرر شوی ده ستا درب دطرف نه نواوس به فیصله کړی شوی وی په مینځ دووی کښی اویقیناً‌ دوی په خامخا په شک کښی دی ددی نه پوخ شک -

دا تسلی ده نبی ﷺ ته لکه چه ستا کتاب قرآن کښی ددی خلقو اختلاف دی نودارنگه په کتاب د موسیٰ علیه السلام کښی اختلاف کړی شوی وو (وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ) دا جواب دسوال دی هرکله چه قرآن حق دی اودا خلق ئی انکارکوی نوپه دوی باندی عذاب ولی نه راځی حاصل دجواب دادی چه د دوی عذاب اللّه تعالٰی په حکم تقدیری سره روستو کړی دی او دا احسان د اللّه تعالٰی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل