حٰمٓ السجدة ۴۳

مَا يُقَالُ لَكَ إِلَّا مَا قَدْ قِيلَ لِلرُّسُلِ مِنْ قَبْلِكَ إِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ وَذُو عِقَابٍ أَلِيمٍ

نه وئیلی کیږی تاته مگر هغه چه وئیلی شوی دی رسولانوته ستانه مخکښی یقیناً ستا رب خامخا مالک دبخنی دی او مالک دعذاب دردناک دی -

دا تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته روستو دذکر دملحدینوته او د آیت دوه تفسیرونه دی اول داچه مَا قَدْ قِيلَ لِلرُّسُلِ ، نه مراد نسبت د ساحر، کذاب، مجنون، گمراه وغیره طعنونه کول دی - دوهم داچه مراد هغه وحی دتوحید ده چه مخکښی رسولانو ته رالیږلی شوی وه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل