إِنَّ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي آيَاتِنَا لَا يَخْفَوْنَ عَلَيْنَا أَفَمَنْ يُلْقَى فِي النَّارِ خَيْرٌ أَمْ مَنْ يَأْتِي آمِنًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
یقیناً هغه کسان چه کږلیچ کوی په آیاتونو ځمونږ کښی نه شی پټیدلی ځمونږنه آیا نو هغه څوک چه غورځولی کیږی په اورکښی غوره دی اوکه هغه څوک چه راځی به امن والا په ورځ دقیامت عمل کوئ څه مو خوښه وی یقیناً اللّه تعالٰی په هغه عملونو چه کوئ تاسو لیدونکی دی -
دا متعلق دی د لاتسمعو الهذا القرآن، سره یعنی الحاد په آیاتونو کښی په داسی طریقه کوی چه خلق ئی د آوریدلو نه منع کوی او تحریف او باطل تاویلونه کوی اومقابلی کوی نودوی لره زجر او تخویف ورکوی په دری طریقو سره -