إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِالذِّكْرِ لَمَّا جَاءَهُمْ وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيزٌ
یقیناً هغه کسان چه کفرئی کړی دی په قرآن باندی هرکله چه راغی دوی ته (هلاک به شی) او یقیناً دا کتاب دی عزتمند -
دا هم زجردی ملحدینو دقرآن ته سره دبیان دصدق د قرآن نه په څلورو صفتونو سره (عَزِيزٌ) ددی ډیری معنی دی اوهغه ټولی مراد دی - عزت مند دی په نیز د اللّه تعالٰی، غالب دی په هرکتاب باندی، بی مثله بی نظیره دی، گران دی یعنی څوک ئی مقابله نشی کولی (لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ) باطل نه مراد تغیر اوتبدیل دی یا تکذیب دی یا شیطان دی (مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ) دوه طرفونه ئی ذکرکړه مراد ترینه هرطرف دی یعنی د هیڅ جهت نه په کښی باطل (په دغه دری معانیوسره) نشی راتلی یا مراد ددی نه تیرشوی واقعات او راتلونکی پیشنگوئی دی اوباطل نه مراد تکذیب دی یامراد ددی نه مخکښی نازل کړی شوی کتابونه دی او روستو کتاب نازل کیدل دی یعنی تیرشوی کتابونو کښی ددی قرآن تکذیب نیشته او روستو هم ددی نه منسوخ کوؤنکی نشی راتللی اودا دلیل دی چه دا آخری کتاب دی چه په آخری نبی باندی نازل شوی دی -