وَمِنْ آيَاتِهِ أَنَّكَ تَرَى الْأَرْضَ خَاشِعَةً فَإِذَا أَنْزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ إِنَّ الَّذِي أَحْيَاهَا لَمُحْيِي الْمَوْتَى إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
او بعضی ددلیلونو دتوحید نه دادی چه ته وینی ځمکه اوچه نو کله چه اوروو مونږ په هغی باندی اوبه تازه شی او بوگه شی یقیناً هغه ذات چه دائی تازه کړه خامخا ژوندی کوؤنکی د مړو دی یقیناً هغه په هرڅیز باندی قدرت لری -
دا بل دلیل عقلی او اشاره ده چه په باران سره ځمکه کښی انقلاب پیدا کیږی دارنگ په قرآن بیانولو سره په خلقو کښی انقلاب پیدا کیږی (خَاشِعَةً) اوچه او شاړه او دوړووالا چه بوټی په کښی نه وی (اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ) دا حالت مخکښی دبوټی د راوتلو نه وی یعنی ځمکه په وخت دبوټی راوتلو کښی اوخزیږی یعنی ځای د راوتلو فراخه شی اودا ځمکه اوپړسیږی یعنی نرمه شی - یا دا روستو دبوټی راوتلونه صفتونه دبوټی دی ځمکی ته ئی نسبت مجازیه دی یعنی تیغ دبوټی په وخت د راوتلو کښی اوخوزیږی اوبیا پورته شی بره طرف ته (إِنَّ الَّذِي أَحْيَاهَا) دا استدلال دی ددی حالت نه په دوباره ژوند ثابتولو باندی او دارنگ دا تذکیردقیامت دی یعنی هرکله چه انسان خپل فصل دځمکی اوینی نوهسی نه چه دنیا د محبت دوجی نه بعث بعدالموت هیرکړی -