نُزُلًا مِنْ غَفُورٍ رَحِيمٍ
میلمستیا تیاره ده دطرف د بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی نه -
په دی کښی یوبشارت دی (نُزُلًا) هغه څیزونه خوراک څکاک مکان وغیره چه د میلمه دپاره تیاریږی یعنی ددنیا په شان به نه وی چه د میلمه دپاره تکلف صرف دری ورځی کوی اوبیا به عام خوراک خوری لیکن په جنت کښی به هروخت اعزاز او اکرام د میلمه په شان وی -