حٰمٓ السجدة ۳۱

نَحْنُ أَوْلِيَاؤُكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنْفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ

مونږ ستاسو ملگری یو په ژوند دنیوی کښی اوپه آخرت کښی او تاسو لره په دی کښی هغه څیزونه دی چه غواړی ئی نفسونه ستاسو او تاسولره په دی کښی هغه دی چه ارمان کوئ تاسو -

په دی آیت کښی بشارت په دری طریقوسره دی (نَحْنُ أَوْلِيَاؤُكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ) د مؤمنانو دپاره ملائک ملگری دی په دنیا کښی الهام دخیرورته کوی او دمونځ دپاره ئی دخوب نه بیداره وی نورمضرات شیطانی ترینه لری کوی لکه چه، له معقبات من بین یدیه ومن خلفه یحفظونه من امراللّه، رعد (۱۱) کښی تیرشوی دی (وَفِي الْآخِرَةِ) ملائک په آخرت کښی هم ملگری او دوستان وی شفاعت به مؤمنانو لره کوی او سلامونه به ورته کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل