حٰمٓ السجدة ۳۰

إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ

یقیناً هغه کسان چه وائی رب ځمونږ اللّه تعالٰی دی بیا پاخه شوی (په دی وینا) راکوځیږی په دوی باندی ملائک چه مه وریریږئ اومه خفه کیږی او زیری واخلئ په جنت سره هغه چه تاسو سره ئی وعده کیدی شوه -

هرکله چه حال دمخالفینو دقرآن ذکرکړی شو نو اوس حال دقرآن والو ذکرکوی په طریقه د بشارت سره (قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ) داد قرآن د تاثیرپه وجه سره ددوی عقیده جوړه شوی ده مراد ددی پوره ایمان او کمال توحید دی یعنی خالق او مالک او حق دار دبندگئ او د پالنی څیزونو پیدا کوؤنکی او ټول حاجتونوپوره کولو باندی قادر، دلته رب دی ټولو صفتونو ته شامل دی (ثُمَّ اسْتَقَامُوا) مراد ترینه په توحید او ایمان باندی پوخ پاتی کیدل دی ترمرگه پوری اوددی پوخ والی تفسیرکښی د ابوبکررضی اللّه عنه نه نقل دی چه په امر او نهی باندی کلک وی او دلومبړانو په شان یوخوا بل خوا نه پټیږی او دعثمان رضی اللّه عنه نه نقل دی چه اخلاص د هرعمل د اللّه تعالٰی دپاره کوی او دعلی رضی اللّه عنه نه روایت دی چه ټول فرائض ادا کوی - اودا بشارت ئی په اته طریقو سره ذکرکړی دی او دی ته کرامات د اولیاؤ وئیلی کیږی نو معلومه شوه چه تعریف د ولی هم دادی چه ربنااللّه وائی اوصفت داستقامت په کښی موجود وی - په دی آیت کښی بشارت په څلورو طریقو سره ذکردی - دا نزول په خوب کښی هم وی په رشتینو خوبونو سره اوپه وخت د زنکدن کښی به وی اوپه وخت د پورته کیدلو دقبرونو نه اوپه حشرکښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل