وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا رَبَّنَا أَرِنَا اللَّذَيْنِ أَضَلَّانَا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ نَجْعَلْهُمَا تَحْتَ أَقْدَامِنَا لِيَكُونَا مِنَ الْأَسْفَلِينَ
او اوبه وائی کافران ای ربه ځمونږ اوښایه مونږ ته هغه دوه کسان چه بی لاری کړی وؤ مونږه دپیریانو او انسانانونه چه کیږدو دا دواړه لاندی د خپو زمونږ نه دی دپاره شی دوی ذلیلانو نه -
په دی آیت کښی تخویف دی په یوطریقی سره هغه په اصل کښی ارمان کول دی په تقلید د مشرانو گمراهانو سره اودا اشاره ده تیرشوی آیت (۲۵) ته چه ددوی دپاره په دنیا کښی ناکاره قرناء دی او آخرت کښی به هغوی ته گمراه اوائي (لِيَكُونَا مِنَ الْأَسْفَلِينَ) یعنی لکه دوی په دنیا کښی مونږ ذلیل کړی وو او دوی به اوچت زمونږ په اوږو باندی ناست وو نن مونږ غواړو چه دوی زمونږ لاندی او ذلیل شی - لیکن دا قول ددوی صرف په طریقه د تمنا سره دی اوحال داچه نه به پوره کیږی -