حٰمٓ السجدة ۲۸

ذَلِكَ جَزَاءُ أَعْدَاءِ اللَّهِ النَّارُ لَهُمْ فِيهَا دَارُ الْخُلْدِ جَزَاءً بِمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ

دا سزا دد شمنانو د اللّه تعالٰی ده اور دی دوی لره په هغی کښی کور دهمیش والی دی بدله ورکیدی شی په وجه ددی چه دوی دآیاتونو زمونږ نه انکارکوؤ -

په دی آیت کښی تخویف دی په دوه طریقو سره یوداچه ددوی سزا پوره اور دی ځکه چه النار، ئی معرفه ذکرکړی دی دپاره دکمال دوهم داچه دغه اور ددوی دپاره دارالخلد دی اودوه حکمونه ئی ذکرکړه یوداچه دا خلق د اللّه تعالٰی صریح دشمنان دی دوهم داچه دوی د اللّه تعالٰی دآیاتونونه عناداً انکار کوؤنکی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل