حٰمٓ السجدة ۲۷

فَلَنُذِيقَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا عَذَابًا شَدِيدًا وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَسْوَأَ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ

نو خامخا اوبه څکوؤ مونږ هغه چاته چه کفرئی کړی دی عذاب سخت او خامخا سزا به ورکړو مونږ دوی ته ډیره ناکاره سزا دهغه عملونو چه دوی کول -

دا جواب د ماقبل قول دی په تخویف ورکولو په پنځه طریقو سره په دی آیت کښی دوه طریقی دی یوعذاب شدید په دنیا او آخرت کښی اودوهم تاکید په سزا ورکولو سره په حرف دلام او نون په لنجزینهم، کښی دارنگ په دی آیت کښی دقرآن منع کوؤنکو په باره کښی دوه حکمونه دی یوداچه دا کار دکفردی او دوهم داچه دا ډیرناکاره عمل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل