وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ
او وائي کافران مه ږدئ غوږ دی قرآن ته او شور کوئ په مقابله ددی کښی دی دپاره چه زورآور شئ -
دا زجر نتیجه ده دتیرشوی آیت دمضمون یعنی هرکله چه شیطانانو دوی ته شرکیات ښائسته کړی دی اوقرآن کریم خو ښکاره رد کوی په شرک باندی نوپه دی وجی سره دوی دقرآن نه خلق منع کوی (الَّذِينَ كَفَرُوا) په دی وصیت باندی تصریح ددی دپاره د اوکړه چه معلومه شی چه دقرآن آوریدلونه منع کوؤنکی کافردی که په هره زمانه کښی وی ځکه ابن کثیروئیلی دی چه دی آیت کښی داخل دی هغه څوک چه ددوی په مسلک باندی تلل کوی په وخت د آوریدلو دقرآن کښی (وَالْغَوْا فِيهِ) شور او شغب کول او عیبونه لگول او اعتراضونه کول او ټوقی کول ټولو ته دا لفظ شامل دی د قرآن په مقابله کښی په نورو علمونو کښی مشغولیدل اوشعرونه نعتونه وئیل او ریډوان غږول وغیره دا ټول په دی لفظ کښی داخل دی -