وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ
او څوک ډیر ښائسته دی په وینا کولو کښی دهغه چانه چه دعوت کوی اللّه تعالٰی ته او عمل کوی دسنت برابر او وائی چه یقیناً زه دمسلمانانو دډلی نه یم -
دا بیان دصفت د استقامت دی چه دعوت الی اللّه کوی اوپه طریقه د زورنی سره دی هغه کسانو ته چه دقرآن د آوریدلو نه خلق منع کوی یعنی قرآن ډیر ښائسته دعوت دی نوددی نه ولی خلق منع کوئ؟ اوپه دی آیاتونو کښی د دعوت الی اللّه آداب ذکرکوی په دی آیت کښی دری آداب دی - اول ادب (دَعَا إِلَى اللَّهِ) یعنی مقصد او منشور ددعوت دده (الی اللّه) دی او ددی نه دعوت توحید په ټولو اقساموسره او دعوت اطاعت د اللّه تعالٰی او درسول ته او دعوت عمل دسنت ته په ټولو حالاتو کښی مراد دی، دوهم ادب (وَعَمِلَ صَالِحًا) دا ادب دپاره د تاثیر ددعوت دی په زړونو دخلقو کښی - او عمل صالح شامل دی پوره تابعداری کول دسنت د رسول اللّٰه ﷺ اود صحابه کراموته ، دریم ادب (وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ) دائی د دعوت کولو نه روستو ذکرکړو اشاره ده چه دا ټول په وخت دضرورت کښی دی مثلاً چه خلق تپوس اوکړی چه ای داعی ته دکومی ډلی سره تعلق لری نودا جواب دی اوکړی یا مراد د اسلام نه اخلاص دی یعنی که خلق گمان اوکړی چه دده به په دی دعوت کښی ددنیا مال وجاه وغیره مقصد وی نو جواب به اوکړی په اظهار د اخلاص سره -