حٰمٓ السجدة ۱۶

فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِي أَيَّامٍ نَحِسَاتٍ لِنُذِيقَهُمْ عَذَابَ الْخِزْيِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَخْزَى وَهُمْ لَا يُنْصَرُونَ

نو راولیږله مونږ په دوی باندی سیلئ تیزه په ورځو سپیرو کښی دپاره ددی چه اوڅکوؤ مونږ دوی ته عذاب درسوائی په ژوند دنیوی کښی او خامخا عذاب داخرت ډیر رسوا کوؤنکی دی اودوی سره به مدد نشی کیدلی -

دا تفسیر دصاعقی دعادیانو دی (صَرْصَرًا) سخته تیزه او سخته یخه آواز کوؤنکی وه دا لفظ دلالت کوی په دی ټولو معانیوباندی نوپه هغه سیلئ کښی دا دری صفتونه موجود وو (أَيَّامٍ نَحِسَاتٍ) ددغه ورځو شماره په سورة الحاقة (۷) کښی ذکرده نَحِسَاتٍ، نحس مقابل دسعد دی یعنی سپیری وی په حق دهغوی کښی یامراد دی په معنیٰ دپرله پسی یا سختی یخی یا ډیردوړو والا -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل