وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَيْنَاهُمْ فَاسْتَحَبُّوا الْعَمَى عَلَى الْهُدَى فَأَخَذَتْهُمْ صَاعِقَةُ الْعَذَابِ الْهُونِ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ
اوهرچه ثمودیان وؤ نوهدایت اوکړو مونږ هغوته (په واسطه درسولانو) نوخوښ کړو هغوی ړوندوالی په هدایت باندی نو اونیول هغوی چغی د عذاب دذلت په وجه دهغه عملونو چه دوی کول -
دا ذکرد دوهمی نمونی دعذاب دی (فَهَدَيْنَاهُمْ) یعنی په واسطه درسولانو دوی ته توحید او ایمانیات په دلیلونوسره بیان شول او دوی واوریدل لیکن (فَاسْتَحَبُّوا الْعَمَى عَلَى الْهُدَى) حاصل دادی چه عادیانو دسره هدایت ته غوږ نه وؤ کیخودلی دوجی د استکبارنه او ثمودیانو خو غوږ کیخودلو لیکن گمراهی (شرک کفر) ورته ښائسته ښکاریدله نو ددی وجی نه اعراض ئی اوکړو ددی نه معلومه شوه چه کفرکوؤنکی دوه قسمه دی یوقسم ضدیان عنادیان چه حق پیژنی لیکن نه منی او دوهم قسم چه شرک اوکفرورته جائز او دثواب کار ښکاریږی نوتوحید نه منی او دواړه قسمونه اوس هم موجود دی -