حٰمٓ السجدة ۱۵

فَأَمَّا عَادٌ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَقَالُوا مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ

نوهرچه عادیان وؤ نو لوئي اوکړه په ملک کښی په ناحقه سره اودوی اوئیل څوک دی سخت زمونږ نه په قوت کښی آیا دوی نه گوری یقیناً هغه اللّه چه پیدا کړی دوی هغه خو ډیر زیات دی ددوی نه په قوت کښی او وؤ دوی زمونږ ایاتونو نه ئی انکار کوؤ -

دمشترکه انکار ذکرکولو نه روستو دیو قوم جدا جدا طریقه د کفراو عذاب ذکرکوی - نو د عادیانو مرض د استکباروؤ او سبب د استکبار غټووالی د بدنونو ددوی وو نومراد استکبارنه دادی چه دوی دهود علیه السلام خبری ته غوږنه کیخودلو او پرواه ئی نه کوله -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل