حٰمٓ السجدة ۱۴

إِذْ جَاءَتْهُمُ الرُّسُلُ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ قَالُوا لَوْ شَاءَ رَبُّنَا لَأَنْزَلَ مَلَائِكَةً فَإِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ كَافِرُونَ

کله چه راغلل دوی ته رسولان مخکښی ددوی نه او روستو ددوی نه چه مه کوئ بندگی سیوا د اللّه تعالٰی نه دوی اوئیل که غوښتلی رب ځمونږ نو نازل کړی به ئی وؤ ملائک نویقیناً مونږپه هغه څیزباندی چه تاسو پری رالیږلی شوی ئی انکار کوؤ -

دا ذکر دسبب دعذاب دی په دی دواړو قومونو باندی (أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ) معلومه شوه چه ټول رسولان متفق وو په مسئله د توحید فی العبادت باندی (قَالُوا) دا انکار ددوی ذکرکوی او دا سبب د عذاب دی اوحاصل دانکارئی دادی چه مونږ رسول بشرنه منو که ملائک رسولان وی نومونږ به منلی وی - (بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ) اشاره ده چه اصل انکار ددوی د مسئلی دتوحید نه وو چه په هغی باندی رسولان را لیږلی شوی وو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل