حٰمٓ السجدة ۱۳

فَإِنْ أَعْرَضُوا فَقُلْ أَنْذَرْتُكُمْ صَاعِقَةً مِثْلَ صَاعِقَةِ عَادٍ وَثَمُودَ

نوکه دوی مخ اوگرځوؤ نوته ورته اوایه ویره درکوؤمه تاسوته دعذاب په شان دعذاب د عادیانو او ثمودیانو -

روستو د دلیلونو نه تخویف دنیوی دی اعراض کوؤنکوته په ‌ذکر د دوه نمونو د مخکنو قومونو چه عاد اوثمود دی (فَإِنْ أَعْرَضُوا) مرا دد أَعْرَضُوا نه دوام داعراض دی یعنی که په اعراض کولوئی همیشوالی اوکړه اوتوبه ئی اونه کړله، او ذکردعاد اوثمود اشاره ده چه دچا قوت دبدنونو او د چا قوت د هنرمندی د اللّه تعالٰی د عذاب نه بچ کول نشی کولی (صَاعِقَةِ) یعنی سخت عذاب چه دهغی نه چغی وهل پیدا کیږی او انسانانولره ئی بی هوشه کړی یائی مړه کړی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل