قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَاسْتَقِيمُوا إِلَيْهِ وَاسْتَغْفِرُوهُ وَوَيْلٌ لِلْمُشْرِكِينَ
ته اوایه یقیناً زه بشریم ستاسوپه شان وحی کیدی شی ماته چه یقیناً حق دار دبندگئ ستاسو یوذات دی نوبرابر شئ دهغه طرف ته او بخنه اوغواړئ دهغه نه اوتباهی ده مشرکانولره -
دا جواب دی ددغی شبهی - حاصل دجواب دادی چه ځما په خبروباندی به هله ستاسو عقلونه او غوږونو کار نه کولی اودارنگ زه به تاسوته هله نه ښکاره کیدلی چه زه ملک یا پیری وی نو زه خو ستاسو غوندی بشریم اوبشرخو دبل خبری آوری اویوبل لره وینی اودیوبل په خبروباندی پوهیږی (يُوحَى إِلَيَّ) یعنی ځما او ستا فرق خو صرف په وحی او عدم وحی کښی دی دبشریت په تقاضا کښی نیشته (أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ) دا خلاصه دټولی وحی ده یعنی داخو داسی مسئله ده چه په عقل او نقل سره ثابته ده او مختصره خبره ده نوبیاپری ولی نه پوهیږئ -