وَقَالُوا قُلُوبُنَا فِي أَكِنَّةٍ مِمَّا تَدْعُونَا إِلَيْهِ وَفِي آذَانِنَا وَقْرٌ وَمِنْ بَيْنِنَا وَبَيْنِكَ حِجَابٌ فَاعْمَلْ إِنَّنَا عَامِلُونَ
او دوی وائی زړونه زمونږ په پردو کښی دی د هغی نه چه مونږ بلی هغی ته اوپه غوږونو زمونږ کښی دروند والی دی او په مینځ زمونږ او مینځ ستا کښی پرده ده نو ته خپل کارکوه یقیناً مونږ خپل کارکوؤ -
دا سبب د اعراض ذکرکوی اودا اوله شبهه ده دمنکرینو حاصل شبهه دادی چه ستادا مسائل زمونږ دپوهی نه اوچت دی نومونږته دا بیان مه کوه (وَقْرٌ) کنایه ده دهغه دقصو دمشرکانو اومبتدعینونه چه غوږونه د جاهلانوئی دحق دآوریدلو نه بند کړی دی (وَمِنْ بَيْنِنَا وَبَيْنِكَ حِجَابٌ) د حجاب نه مراد مخالفت ددین دی یا تفاوت د جهل او دعلم دی (فَاعْمَلْ إِنَّنَا عَامِلُونَ) یعنی دخپل دین په مقتضیٰ باندی کارکوه اومونږپریږده چه په خپله پخوانئ طریقه عمل کوؤ یاته کوشش کوه زمونږپه مقابله کښی اومونږبه ستا په مقابله کښی محنت کوو -