حٰمٓ السجدة ۷

الَّذِينَ لَا يُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ

هغه کسان چه نه ورکوی زکوٰة او دوی دآخرت نه انکار کوؤنکی دی -

دا اوصاف قبیحه دمشرکانو ذکرکوی روستو دوصف دشرک نه (الَّذِينَ لَا يُؤْتُونَ الزَّكَاةَ) یعنی داسی عمل نه کوی چه ددوی نفس او مال په هغی سره پاک شی نودلته زکوٰة په عامه معنیٰ سره دی لکه چه ابن عباس رضی اللّه عنهما نه نقل دی اودا وصف ددی وجی نه په ذکرسره خاص کړو چه مشرکان دغیراللّه په نوم باندی نذرونه ورکوی او منجورانو ته ئی ورکوی اوپه گناهونو کښی خرچ کوی لیکن د اللّه تعالٰی په نوم باندی په مسکینانوباندی خرچ نه کوی - زکوٰة نه ورکول یو په طریقه د انکار سره دی نودا خوکفردی دوهم په طریقه د ترک العمل دی یعنی انکار دفرضیت نه نه کوی لیکن نه ئی ورکوی نوپه دی سره کفر نه راځی لیکن عمل دکافرانو دی اودهغوی سره مشابهت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل