المؤمن ۱۹

يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُورُ

پوهه دی اللّه تعالٰی په پټ نقصان دسترگو باندی او هغه چه پټوی ئی سینی -

(خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ) یعنی هغه خصلت دنقصان او خیانت چه سترگونه صادریږی - د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه یو سړی دیو قوم سره په مجلس کښی ناست وی او پردئ‌ زنانه ور تیریږی او دی هغه زنانه ته په داسی طریقی سره نظر اوکړی چه ملگری ورباندی پوهه نشی دی ته خائنة الاعین وئیلی کیږی - خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ، پټ عمل دی د اندامونو او مَا تُخْفِي الصُّدُورُ، پټ عمل دزړونو دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل