المؤمن ۲۰

وَاللَّهُ يَقْضِي بِالْحَقِّ وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ لَا يَقْضُونَ بِشَيْءٍ إِنَّ اللَّهَ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ

او اللّه تعالٰی پوره کوی حق لره او هغه کسان چه دوی ترینه حاجتونه غواړی سیوا د اللّه تعالٰی نه نشی پوره کولی هیڅ څیز یقیناً اللّه تعالٰی هرڅه آوری هرڅه وینی -

داهم صفت د اللّه تعالٰی دی دپاره دتوحید (وَالَّذِينَ يَدْعُونَ) دا رد دی په شرک فی الدعاء‌ باندی یعنی سیوا د اللّه تعالٰی نه ټول معبودان هیڅ حاجت نشی پوره کولی نومعلومه شوه چه د هغوی نه حاجتونه غوښتل او حاجت روا گنړل بی فائدی کار او ظلم دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل