وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الْآزِفَةِ إِذِ الْقُلُوبُ لَدَى الْحَنَاجِرِ كَاظِمِينَ مَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ حَمِيمٍ وَلَا شَفِيعٍ يُطَاعُ
او ویره ورکړه دوی ته دورځ دنزدی آفت نه کله چه زړونه به غټو مروسره وی ډک به وی دغم نه، نه به وی ظالمانولره هیڅ دوست گرم او نه سفارشی چه دهغه خبره منلی کیدی شی -
دا نور هیبت شان دقیامت ذکرکوی په څلورو طریقو سره (مَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ حَمِيمٍ) حمیم هغه دوست ته وئیلی کیږی چه ددوست د تکلیف په وخت کښی په ده باندی گرموالی او خوټکیدل راځی یعنی گرم دوست اومراد ترینه نفع ورکول دی ځکه حمیم به وینی لکه سورة معارج (۱۱،۱۰) کښی لیکن نفع به نشی ورکولی (وَلَا شَفِيعٍ يُطَاعُ) دلته نفی دقید او مقید ددواړو ده یعنی سفارشی نیشته نوخبره به ئی څه رنگ اومنلی شی او دا آیت په باره دمشرکانو اوکافرانو کښی دی د نورو گنهگارانو مؤمنانو دپاره سفارش کیدی شی او فائده به رسوی -