المؤمن ۱۵

رَفِيعُ الدَّرَجَاتِ ذُو الْعَرْشِ يُلْقِي الرُّوحَ مِنْ أَمْرِهِ عَلَى مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ لِيُنْذِرَ يَوْمَ التَّلَاقِ

(اللّه تعالٰی) اوچتوؤنکی ددرجو دی عرش والا دی را غورځوی وحی په حکم خپل سره په هغه چاچه اوغواړی دبندگانو خپلونه دی دپاره چه ویره ورکړی دورځ دملاقاتونو نه -

په دی کښی دری صفات د اللّه تعالٰی ذکرکوی دپاره دترغیب د توحید فی الدعاء اودا عظمت ددعوی دی (رَفِيعُ الدَّرَجَاتِ) په معنیٰ د مرتفع دی یعنی حق دار داوچتو درجو د مدح او ثناء دی یا په معنیٰ درافع دی یعنی اوچتوؤنکی د درجاتو دمؤحدینو دی په آخرت کښی او اوچتوی درجی دبعضو خلقو په بعضو باندی په دنیا کښی (يُلْقِي الرُّوحَ) مراد ددی نه وحی ده ځکه چه په هغی سره حیات ایمانی حاصلیږی او (عَلَى مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ) نه مراد انبیاء علیهم السلام دی اوفعل مضارع دپاره د حکایت دحال ماضیه دی یعنی وحی ئی رالیږلی ده په انبیاء‌ علیهم السلام اوپه دی نبی ﷺ باندی یامراد دروح نه قرآن دی نومراد د عباده نه په دی امت کښی هغه خلق دی چه هغوی ته اللّه تعالٰی علوم دقرآن کریم اوتوفیق دعمل ورکړی وی (يَوْمَ التَّلَاقِ) دانوم دورځ دقیامت دی ځکه چه ملاقات (یوځای کیدل) دروح اوشی دبدن سره او ملاقات دهرچا به اوشی دخپلی جزاؤ داعمالوسره او ملاقات به اوشی دعابدانواو معبودانو او ظالمانو او مظلومانو او دآسمان والواود ځمکی والو اود اولینو اود آخرینو دا لفظ‌ دی ټولوته عام او شامل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل