فَادْعُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ
نو حاجتونه غواړئ د اللّه تعالٰی نه خالص کوؤنکی ئی هغه دپاره بلنه کول اگرچه بد گنړی کافران -
ددی آیت نه تر (۵۱) پوری دوهم باب دی په دی کښی دعویٰ دسورة ده اوعظمت د هغه دعوی دی په ذکردصفاتو د اللّه تعالٰی سره دتخویف اخروی او دنیوی نه دپاره دمنکرینو ددغه دعوی تر (۲۲) پوری بیا مثال دتخویف په واقعه دفرعون سره اوتشجیع په تبلیغ دتوحید باندی په مکالمه درجل مؤمن سره اوپه آخرکښی تخویف اخروی په ذکردبرائت د متبوعینو داتباعو خپلونه په شرک او کفرکښی - په دی (۱۴) کښی دعویٰ دسورة ده یعنی امرپه توحید فی الدعاء او رد د شرک فی الدعاء اوفائی ددی وجی نه راوړه چه دا تفریع ده په تیرشوی عنواناتوباندی (مُخْلِصِينَ لَهُ) اخلاص برائت دی د هرقسم شرک جلی او خفی او دتشبیه نه (وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ) اشاره ده چه څوک توحید فی الدعاء بد گنړی نوهغه کافروی اودارنگ اشاره ده چه په دی مسئله کښی به دمنکرینو دطرف نه هرقسم مصیبتونه راځی چه په هغی باندی صبرکول ضروری دی -