المؤمن ۱۳

هُوَ الَّذِي يُرِيكُمْ آيَاتِهِ وَيُنَزِّلُ لَكُمْ مِنَ السَّمَاءِ رِزْقًا وَمَا يَتَذَكَّرُ إِلَّا مَنْ يُنِيبُ

خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه ښائي‌ تاسوته دلیلونه او راوروی تاسو لره دآسمان نه روزی او نصیحت نه قبلوی مگرهغه څوک چه ورگرځی اللّه تعالٰی ته -

دا دلیل عقلی دتوحید دی اوعلت دی دپاره ددی چه فَالْحُكْمُ لِلَّهِ، اودفع دعذر دمشرکانو ده په اظهار ددلیلونو سره په دنیا کښی (آيَاتِهِ) مراد ددی نه عقلی دلیلونه په محسوساتو د دنیا سره آسمانونه، ځمکی، غرونه، نمر، سپوږمئ، ستوری، هواگانی، وریځی، بارانونه، اونی بوټی وغیره دی (رِزْقًا) مراد ترینه سبب درزق دی یعنی باران، (آيَاتِهِ) کښی اصلاح او قوام ددین ته اشاره ده او رزقاً کښی صلاح او قوام دبدن ته اشاره ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل