ذَلِكُمْ بِأَنَّهُ إِذَا دُعِيَ اللَّهُ وَحْدَهُ كَفَرْتُمْ وَإِنْ يُشْرَكْ بِهِ تُؤْمِنُوا فَالْحُكْمُ لِلَّهِ الْعَلِيِّ الْكَبِيرِ
دا ددی وجی نه چه کله به بللی کیدی شو اللّه تعالٰی په یووالی سره نو تاسو به انکارکوؤ او که چیری شرک به کیدی شو دهغه سره نوتاسو به ایمان راوړو نواختیار دیو اللّه تعالٰی دی چه اوچت دی او لوی دی -
(فَالْحُكْمُ لِلَّهِ) دا جمله هم علت دی چه نجات نیشته ددی وجی نه چه اختیار د اللّه تعالٰی دی او رد دی په مشرکانو باندی هغوی عقیده لره چه زمونږ شفعاؤ ته اختیار دی مونږبه بچ کوی دتکلیف نه په دنیا او آخرت کښی -