قَالُوا رَبَّنَا أَمَتَّنَا اثْنَتَيْنِ وَأَحْيَيْتَنَا اثْنَتَيْنِ فَاعْتَرَفْنَا بِذُنُوبِنَا فَهَلْ إِلَى خُرُوجٍ مِنْ سَبِيلٍ
دوی به اوائی ای ربه ځمونږ مرگ راوستلی دی تا په مونږباندی دوه کرته او ژوند دی راکړی دی دوه کرته نو اقرار کوؤ مونږ په گناهونو خپلو باندی نو آیا شته دی وتلو ته څه لار -
دا جواب دهغوی دی په طریقه د اقرار جرم سره ددی دپاره چه د جهنم نه اوځی او دنیا ته واپس لاړ شی -
فائده: په دی آیت کښی دوه مرگونه او دوه ژوندونه ئی ذکرکړی دی لکه چه په سورة بقر ه (۲۸) کښی ذکر وو په دی کښی اول قول دادی چه داول مرگ نه مراد وجود ددوی وؤ په شکل دنطفی سره په ارحامو دمیندو کښی او ددوهم مرگ نه مراد مشهور مرگ دی او داول حیات نه مراد روح اچول دی په بدن کښی په ارحامو دمیندو کښی اوبیا دنیا ته بهر راوتل او دوهم ژوند روح اچول دی په دغه بدن کښی په ورځ دقیامت اوهغی ته بعث بعدالموت وئیلی کیږی اوداسی ترتیب په سورة مؤمنون د (۱۲) نه تر (۱۶) پوری ذکرکړی دی - په دی قول کښی په نطفه باندی دمیت اطلاق په طریقه دتشبیه یا مجاز سره شوی دی اودا قول ابن عباس او ابن مسعود او قتاده او ضحاک نه مفسرینو نقل کړی دی اوداه غوره دی په دی کښی دقبر دحیات ذکرنه دی شوی ځکه چه هغه حیات حقیقیه نه دی -