إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللَّهِ أَكْبَرُ مِنْ مَقْتِكُمْ أَنْفُسَكُمْ إِذْ تُدْعَوْنَ إِلَى الْإِيمَانِ فَتَكْفُرُونَ
یقیناً هغه کسان چه کفرئی کړی دی آواز به ورکیدی شی دوی ته (دقیامت په ورځ) چه خامخا غصه د اللّه تعالٰی ډیره ده دغصی ستاسونه نن په ځانونو ستاسو باندی کله چه بللی کیدلئ په تاسو ایمان ته نو تاسو به کفر کوؤ -
دا تخویف شدید دی کافرانو مجادلینوته روستو دشان د مؤمنانو نه او دا څلورم عنوان دی - (يُنَادَوْنَ) آواز به ورکیدی شی دقیامت په ورځ او دوی به په جهنم کښی وی اوځان ته به ډیرغصه وی - (مِنْ مَقْتِكُمْ أَنْفُسَكُمْ) اوداغصه ددوی په قیامت او په جهنم کښی ده (إِذْ تُدْعَوْنَ إِلَى الْإِيمَانِ) دا متعلق دی په لمقت اللّه پوری یعنی د اللّه تعالٰی غصه په تاسوباندی په دنیا کښی وه چه کله به تاسو ته دعوت او تبلیغ دایمان کیدی شو اوتاسوبه انکار کوؤ اودا غصه د اللّه تعالٰی ستاسو ددی غصی نه ډیره لویه ده -
فائده: مقت سخت غضب او بغض ته وئیلی کیږی اودا صفت د اللّه تعالٰی دی څه رنگ چه دهغه د شان سرا خائیگی تاویل ته هیڅ ضرورت نیشته -