المؤمن ۱۶

يَوْمَ هُمْ بَارِزُونَ لَا يَخْفَى عَلَى اللَّهِ مِنْهُمْ شَيْءٌ لِمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ

هغه ورځ چه دوی به ښکاره وی نه دی پټ په اللّه تعالٰی باندی د دوی نه هیڅ څیز دچا ده بادشاهی نن د اللّه تعالٰی ده یودی زورآور دی -

په دی کښی هیبت شان د ورځ دقیامت او د اللّه تعالٰی څلور صفتونه ذکرکوی (لِمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ) په دی سوال او جواب کښی اقوال دی اول قول دادی چه اللّه تعالٰی به یو منادی (ملک) ته امراوکړی نوهغه به دا آواز اوکړی نوټول مؤمنان او کافران به جواب ورکړی او دا قول د ابن مسعود رضی اللّه عنه دی - دوهم قول دادی چه سوال او جواب دواړه د اللّه تعالٰی دطرف نه دی - دریم قول دادی چه ملائک به یوبل ته دا سوال اوجواب کوی اوانسانانوته به ئی آوروی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل