المؤمن ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
حم

حا میم -

سورة المؤمن

اوددی بل نوم سورة غافر اوبل سورة الطول دی -
ددی سورة نه سورة احقاف پوری ووه سورتونه په حوامیمو سره مشهوردی او دا دریم باب دی - خازن او خطیب د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت ذکرکړی دی چه د هرڅیزمغز (خلاصه) وی او د قرآن مغز حوامیم دی نوکه دا روایات صحیح ثابت شی نو دلالت به اوکړی په عظمت ددی سورتونو باندی -
ربط: ددی سورة دماقبل سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه سورة زمر کښی رد وؤ په شرک فی العبادة باندی نو په دی سورة کښی رد دی په شرک فی الدعاء‌ باندی چه هغه جزء دعبادت دی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی تخویف دنیوی اجمالی وؤ اوپه دی سورة کښی دتفصیل د هغی د پاره واقعه دفرعونیانو ذکرکوی -

دعویٰ ددی سورة:

رد دی په شرک فی الدعاء‌ باندی او اثبات توحید فی الدعاء‌ دی اوهغه ئی اووه کرته ذکرکړی دی په (۷۴،۶۵،۶۰،۴۳،۲۰،۱۴،۱۲) کښی او دا په پنځه طریقو سره دی - اول په رد د جمیع اقسامو دشرک سره - دوهم په اته عقلی دلیلونوسره دریم په واقعه د رجل مؤمن سره، څلورم په اهلاک دفرعونیانوسره په سبب دانکارد هغوی د توحید نه اوپنځم په ذکر د عظمت ددی مسئلی سره -

خلاصه د سورة:

داده چه دا سورة تقسیم دی دری بابونوته اول باب تر (۱۴) پوری دی په دی کښی څلور عنوانات دی او دا تمهید دی دپاره ددعوی دسورة اود هغی عظمت ذکرکوی اول ترغیب دی الی القرآن په ذکر دنهه صفاتو د اللّه تعالٰی سره - دوهم عنوان زجراو تخویف دنیوی او اخروی هغه کسانوته چه په قرآن او په دعویٰ ددی سورة کښی جدال کوی - دریم بشارت دی مؤمنانوته په ذکرددعاگانو دملائکو سره دپاره دمؤمن، څلورم تخویف اخروی منکرانوته او سبب دعذاب ذکرکوی چه انکار عن التوحید دی -

تفسیر

داد مقطعاتو نه دی ددی بحث مخکښی باربار تیرشوی دی غوره داده چه اشاره ده اعجاز دقرآن کریم ته ددی وجی نه ورپسی عظمت دقرآن کریم ذکرکوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل