وَتَرَى الْمَلَائِكَةَ حَافِّينَ مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَقُضِيَ بَيْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَقِيلَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ
او وینی ته ملائکولره گیره جوړوؤنکی چاپیره دعرش نه تسبیح به وائی سره د ستائینی درب ددوی نه اوفیصله به اوکړی شی په مینځ ددوی کښی په حقه سره او وئیلی کیږی به چه صفتونه د خدائیتوب دیو اللّه تعالٰی دی چه رب دعالمینودی -
په دی کښی عظمت او هیبت دورځی دقیامت ذکرکوی (مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ) حرف د مِنْ کښی اشاره ده چه په ټول عرش باندی ملائک احاطه نشی کولی دوجی د ډیرعظمت دعرش نه -