وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي صَدَقَنَا وَعْدَهُ وَأَوْرَثَنَا الْأَرْضَ نَتَبَوَّأُ مِنَ الْجَنَّةِ حَيْثُ نَشَاءُ فَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ
او دوی وائی ستائینه د خدائی اللّه تعالٰی لره ده هغه ذات دی چه رشتینی کړی ده مونږسره وعده خپله اومیراثه کښی ئی راکړه مونږته ځمکه دجنت ځای نیسو مونږ دجنت نه کوم ځای چه مونږغواړو نوښه دی ثواب د ښه عمل کوؤنکو -
دا هم بشارت کښی داخل دی (الْأَرْضَ) مراد ددی نه ځمکه دجنت ده اومیراث ورته په دی وجه وئیلی کیږی چه حاصلیږی بغیر دداسی محنت نه چه دهغی سره مناسب وی -