الزمر ۷۳

وَسِيقَ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ إِلَى الْجَنَّةِ زُمَرًا حَتَّى إِذَا جَاءُوهَا وَفُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا سَلَامٌ عَلَيْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوهَا خَالِدِينَ

او روان به کړی شی (عزت سره) هغه کسان چه ویره کړی ده درب خپل نه جنت ته ډلی ډلی ترهغی پوری چه کله راشی هغی ته او پرانستلی شوی به وی دروازی دهغی اواوبه وائی دوی ته څوکیداران دهغی سلام دی وی په تاسوباندی خوشحاله اوسئ تاسو نو داخل شئ (جنت ته) همیشه به ئی تاسو -

دا بشارت اخرویه تفصیلیه دی (وَسِيقَ) مخکښی هم دالفظ وؤ لیکن هلته سوق دذلت اود اهانت وؤ او دلته سوق د اکرام او دعزت دی او اکثرمفسرینو وئیلی دی چه دلته سوق د سورولو د جنتیانو مراد دی (زُمَرًا) دوی هم مختلف امتونه دی دهر رسول جداجدا امت دی یا مراد ترینه مختلف عملونو والا دی یعنی شیهدان او علماء‌ او دعوت و تبلیغ کوؤنکی وغیرهم په چاچه کوم صفت غالب وی نوپه هغه صفت کښی به روان کړی شی (وَفُتِحَتْ) (یعنی هرکله چه دوی راشی نو خوشحاله به کړی شی په ډیرونعمتونوسره) اوخاص په نعمت د فتح الابواب سره اودا اشاره ده ددوی اکرام اوعزت ته چه مخکښی دراتللونه به دروازی کولاؤ وی لکه سورة ص (۵۰) کښی تیرشوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل