تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ
نازولول ددی کتاب د طرف د اللّه تعالٰی نه دی زورآور دی پوهه دی -
په دی کښی ترغیب دی قرآن ته اوبیان دعظمت دهغه دی په ذکرکولو دنهه صفات عظیمه د نازلوؤنکی چه اللّه تعالٰی دی اودا اول عنوان دی دی عنواناتو نه چه خلاصه کښی ذکرشوی دی (الطَّوْلِ) په معنیٰ د غنا سره یعنی مستغنی دی دمشرکانونه او (طَوْل) فضل، انعام، او قدرت ته وئیلی کیږی - قرطبی او خطیب شربینی وغیره واقعه دعمر رضی اللّه عنه لیکلی ده چه هغه یوشرابی ته خط کښی دا آیاتونه اولیکل هغه ته اورسیدلو نو ژړا ئی اوکړه اوتوبه ئی اویستله او عمررضی اللّه عنه خلقوته اوئیل چه یو ورور موپه لغزش کښی پریوتی وی نوداسی عمل ورسره کوئ اودتوبی او مغفرت دعا ورله کوئ اوشیطان ته ئی مه پریږدئ -