الزمر ۶۸

وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَنْ شَاءَ اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُمْ قِيَامٌ يَنْظُرُونَ

او پوکی به اوکړی شی په شپیلئ‌ کښی نومړه به شی هغه څوک چه په آسمانونو کښی دی اوهغه څوک چه په ځمکه کښی دی مگرهغه څوک چه غواړی اللّه تعالٰی بقا دهغوی بیابه پوکی اوکړی شی په هغی کښی بل ځل نودغه وخت کښی به دوی ولاړ وی گوری به -

په دی کښی تخویف اخروی دی اوپه دی کښی سره دماقبل نه حال دفناء‌ دعالم ذکرکوی - (فَصَعِقَ) صعق په معنیٰ دمرگ دی اویا په معنیٰ دبی هوشئ سره دی دلته په اوله معنیٰ سره غوره دی - (إِلَّا مَنْ شَاءَ اللَّهُ) په دی کښی ډیر اقوال دی دقتاده قول دادی چه ددی مصداق اللّه تعالٰی ته معلوم دی مونږته نه دی معلوم، دوهم قول مشهور دادی چه مراد ترینه هغه څوک دی چه اللّه تعالٰی دفنا دپاره نه دی پیداکړی لکه حوری غلمان دجنت او ماران لړمانان د جهنم، دریم قول کښی ملائک مراد دی چه هغوی به نه وفات کیږی، څلورم قول دادی چه ددی نه مراد هغه خلق دی چه مخکښی مړه شوی دی او فصعق ئی ددی وجی نه ذکرکړو چه په دغه وخت کښی ددوی دمرگ سبب به هیبت د قیامت وی - اوددی آیت نه صراحةً‌ معلومه ده چه شپیلئ‌ به دوه کرته وهلی کیږی اول دفنا دپاره اوهغی ته فزع هم وائی لکه سورة نمل (۸۷) کښی دی او صعق ورته هم وئیلی کیږی او دوهمه د بعث بعدالموت دپاره ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل