الزمر ۶۹

وَأَشْرَقَتِ الْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْكِتَابُ وَجِيءَ بِالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاءِ وَقُضِيَ بَيْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

او روښانه به شی ځمکه (دقیامت) په نورد رب دهغی سره او کیخودلی به شی عملنامی اورابه اوستلی شی پیغمبران او شهیدان اوفیصله به اوکړی شی په مینځ ددوی کښی په حقه سره اوپه دوی باندی به ظلم نشی کیدی -

په دی کښی دورځ د بعث اود حساب بعضی حالت ذکرکوی (وَالشُّهَدَاءِ) دا تعمیم دی روستو دتخصیص نه یعنی انبیاء به د شهادت دپاره حاضر کړی شی نودارنگ نور شهادت ورکوؤنکی ملائک، مؤمنان او اندامونه د مجرمانو به هم حاضر کړی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل