الزمر ۶۷

وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ

او قدر نه دی کړی دوی د اللّه تعالٰی لائق قدر دهغه او ځمکه ټوله موټی دهغه به وی په ورځ دقیامت او آسمانونه به انغښتی شوی وی په خی لاس دهغه کښی پاک دی او اوچت دی دهغی نه چه دوی ورسره شریک جوړوی -

ددی آیت نه ترآخردسورة پوری پنځم باب دی په دی کښی زجراو تخویف اخروی دی په ذکر ددری حالاتو سره اول فناء د عالم دوهم بعث او حساب دریم جزاء او بشارت تفصیلیه دی - په دی (۶۷) کښی زجردی مشرکین فی العبادت ته او (قَدْرِهِ) په معنیٰ د تعظیم دی او حق تعظیم د اللّه تعالٰی دادی چه بندگی دهغه په داسی طریقه اوکړی شی چه هرقسم شرک نه پاکه بندگی وی او مشرک داسی نه کوی نومعلومه شوه چه مشرک بندگی د اللّه تعالٰی نه ده پیژندلی او نه ئي تعظیم کړی دی اونه ئی صفت دهغه کړی دی په لائق طریقی سره (وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ) په دی کښی عظمت شان د اللّه تعالٰی ذکرکوی لفظ‌ د جمیعاً دلالت کوی چه مراد ددی نه ټولی (اووه) ځمکی دی اودقبض نه مراد رانیول دهغی دی په لاس کښی ددی وجی نه دقیامت تخصیص ئی کړی دی (بِيَمِينِهِ) داد متشابهاتو نه دی په کیفیت کښی اوپه اعتبار د معنیٰ سره محکم دی یعنی ښی لاس او کیفیة دهغی اللّه تعالٰی پیژنی - بیا دقبضی اود یمین نه مشبهه او مجسمه دلیل نیسی چه د اللّه تعالٰی مشابه او جسم شته دی نوجواب ئی اوکړو چه (سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ) یعنی په قدرت او علم کښی د هغه شریک او او دا رنگ تشبیه ئی نیشته نوعبادت کښی ئی هم شریک نیشته دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل